شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د تاجیکستان ولسمشر له اسلامي احکامو سره په جنګ دی
بسم الله الرحمن الرحيم
د تاجیکستان ولسمشر له اسلامي احکامو سره په جنګ دی

(ژباړه)

خبر:   

د ۲۰۱۷ م د جولای پر ۱۱مه د (ozodlik.org) انټرنېټي سیاسټ د راپور پر بنسټ د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان په ورکړې بیانیه کې پر دې ټینګار درلود چې تور حجاب او جامې چې ښځې یې اغوندي، د تاجیکستان د ملي دودونو خلاف دی او اوږده ږیره هم په دینپالنې پورې اړه نه لري.

امام علي رحمان چې خلک یې له الله سبحانه وتعالی سره صادقانه دوستۍ ته رابلل، مسلمانانو ته یې وصیت وکړ چې تقوا په پردي ظاهر لکه ږیره پرېښودل، نندارې ته وړاندې نه کړي. نوموړی همدارنګه د تاجیکستان اوسېدونکي چې له ۸.۵ میلیونو څخه ډېر دي، په ښوونیزو مرکزونو کې د نجونو  حجاب اغوستل او جماعت ته د طلابو تګ منع کوي.

تبصره:

د تاجیکستان ظالم حاکم امام علي رحمان لکه د نورو سیالانو غوندې په مرکزي اسیا کې کلونه کېږي چې له ټروریزم سره د مبارزې په پلمه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جنګېږي؛ لکه څنګه يې چې په دې وروستیو کې د مسلمانانو د اسلامي حجاب او حتی د ږیرې پرېښودو پر وړاندې سخت دریځونه نیولي دي. دغه ظالم حاکم د اسلامي ښکلا او ارزښتونو له منځه وړلو ته ملاتړلې ده.  

 نوموړی د «ټروریزم او افراطیت پر وړاندې مبارزې» تر نوم لاندې لکه مصطفی کمال اتاترک چې اسلامي خلافت یې ونړاوه، په اسلامي نومونو د نوو زیږېدلو ماشومانو نومونه منع کوي. درې زره نومونه یې په یو جدول کې راټول کړي، یوه ورځ یې رسما اعلان او ټولو خلکو ته یې امر وکړ چې پر خپلو نوو زیږېدلو ماشومان همدغه نومونه کېږدي.

هغه موقت حکومت چې د تاجیکستان ولسمشر ته ورکړل شوی، نوموړی یې مغرور او سرکښه کړی او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یې مبارزې ته رادانګلي دي. ده خپلل هویت هېر کړی او پر دې نه پوهېږي چې له کومه ځایه راغلی دی. همدارنګه هغه ګواښونکې پایلې چې نوموړي ته په تمه دي، تصور یې نه کوي. په اسلامي هېوادونو کې که خلک خپل حقونه وغواړي، ټروریسټ بلل کېږي، خو موږ پر دې ایمان لرو، چې که هر څومره دغه مزدوران هڅه وکړي او د خپلو بادارانو ژمنې پوره کړي، بیا هم الله سبحانه وتعالی خپل نور (دین) بشپړوي؛ لکه څنګه چې فرمایي:

﴿...وَاللَّهُ متِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ﴾

[صف: 8]

ژباړ: الله سبحانه وتعالی خپل نور (دین) بشپړوي، که هر څو د کافرانو خوښه نه وي.

او همدارنګه زموږ خوږ پیغمیر له اوسنیو ظالمو حکومتونو وروسته داسې زېری ورکړی دی:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

(رواه احمد)

ژباړه... بیا به د د نبوت پر تګلاره خلافت راشي.

که څوک غواړي چې زموږ د پیغمبر له دوستانو او ملګرو څخه وي، نو له مرګه وړاندې دې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم زیري ته هرکلی ووایي او له مخلصینو سره دې د اسلامي خلافت د راتګ لپاره یو ځای شي؛ چې د اسلامي دولت د بیا راژوندي کېدو په بنسټ کې ونډه ولري.

لیکوال: مراد ازبک (ابومصعب)

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې